دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 268354
د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو په اړه رښتیني واوسي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اګادا سره په لیدنه کې ویلي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانستان د مثبتو پرمختګونو په اړه رښتیني واوسي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون چهارشنبه (حمل ۲۳) دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اګادا سره کتلي.
 
ويل شوي، چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو او سياسي وضعيت خبرې وشوې.
 
د جاپان سفير په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې له بېلابېلو نظرونو سره سره هېواد يې له افغان چارواکو سره د خبرو اترو پلوى دى.
 
مولوي امیرخان متقي د افغانستان وضعیت مثبت وباله او زیاته یې کړه، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو په اړه رښتیني واوسي، ترڅو د همکارۍ او همغږۍ فضا رامنځته شي او پرمختګ او تعامل رامنځته شي.
 
https://avapress.com/vdcdkj0xoyt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته