دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 268413
په مشهد کې د افغانستان قونسل جنرال: د صهیونیسټ رژیم اقدامات غیر انساني او غیر اخلاقي دي
په مشهد مقدس کښې د افغانستان قونسل جابر انصار په الاقصی جومات او قدس شریف کښې د اسرائیلو د وروستیو جنایتونو په غندلو سره د صهیونیسټ رژیم اقدامات غیر انسانی او غیر اخلاقی وبلل.
افغان غږ خبری آژانس - مقدس مشهد: په اشغال شوی فلسطین کې د اسرایلو د جنایتونو په اړه د افغان شخصیتونو او چارواکو له غبرګونونو وروسته، په مشهد کې د افغانستان قونسل جابر انصار په قدس شریف کې د اسرائیلو وروستی جنایتونه په کلکو ټکو وغندل او دغه عمل یې د اسرائیلو د جنایتونو په غبرګون کې غیرانساني او غیر اخلاقي وبلل.
 
 
ښاغلي انصار وویل: راځئ چې ټول اسلامي امت په ځانګړې توګه ګران فلسطیني امت ته دعا وکړو چې د صهیونیسټي رژیم له څو کلنو غیر انساني او فاسد رژیم څخه وژغورل شي او یوه ورځ د قدس او ټولې اسلامي خاورې د ازادۍ شاهده وي.
 
په مشهد مقدس ښار کښې د افغانستان د قونسلګرۍ دغه خبرې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې په ایران کښې د افغانی بنسټونو او شخصیتونو په بلنه د ایران له مسلمان ملت سره یوشمیر مهاجرین او په عین حال کښې د ایران د اسلامی جمهوریت او د یوشمیر هیوادوالو سره یو ځای شوی دی. د نورو اسلامی هیوادونو په شان د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت سبا (د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه) په نیواکی فلسطین کښې د صهیونیسټی رژیم جنایتونه وغندئ او د فلسطین له مظلوم ولس سره خپل ملاتړ اعلان کړئ.
https://avapress.com/vdcjvoe8tuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته