افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد کامګار
افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د دغه ولایت مرکز فیض آباد ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې يو ماشوم سمندر ته ولوېد، چې مور او دوو خويندو يې د ژغورلو په موخه ځانونه سمندر ته وغورځول.
کامګار زياته کړه، چې د دې کورنۍ دوه تنکي نجونې د خلکو له خوا ژغورل شوې، خو د ماشوم او مور مړي تر اوسه نه دي موندل شوي او هڅې روانې دي.