دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 268606
د بغلان د پوهنې چارواکي: په دغه ولایت کې ۲۳۵ ښوونځي ودانې نه لري
د بغلان ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي چې ددغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې ٢٣٥ ښوونځي نه دي رغول شوي چې له امله يې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره سره په بهر کې زده کړې ته اړ دي .
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان ولایت د پوهنې ریاست د اسلامی زده کړو مرستیال مولوی امان الله حقیار وایی: په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۶۲ لېسې  فعالیت لری چې له دې جملې څخه ۲۳۵ ښوونځی وداني نه لري.
 
د هغه په ​​وينا، د پرانيستې تعليمي فضا د ترميم او نورو ستونزو لکه د څښاک د پاکو اوبو نشتوالى، تشنابونه، د ګرمۍ او سړې هوا او داسې نور ستونزې يې له پوهنې وزارت او مرستندويه بنسټونو سره شريکې کړې، خو تر اوسه یې د جوړولو لپاره کوم اقدام نه دی شوی.
 
دبغلان ولايت دپوهنې رييس په نوي تعليمي کال کې دزده کوونکو جذب ته په اشارې سره وويل چې ددغه ولايت په ښوونځيو کې څه دپاسه اتيا زره نوي زده کوونکي منل شوي او ثبت شوي دي .
 
هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت د پوهنې رياست له لوري د ازادې سيالۍ لپاره ٤٠٠ تش بستونه پرانيستل شوي دي.
 
دا مهال د بغلان په ټولو ښوونځیو کې شاوخوا ۴۰۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ۹۵۰۰ ښوونکو له خوا تدریس کیږي.
 
دغه راز دبغلان ولايت دپوهنې رياست د سواد زده کړې دپروګرامونو دپلي کولو مسوول وايي چې دغه رياست په تير کال کې په بغلان ولايت کې دسواد زده کړې ١٨٥ کورسونه جوړ کړي دي چې په نهو مياشتو کې يې څه دپاسه ٢٤٠٠ تنه روزلي دي.
 
https://avapress.com/vdcdzj0x9yt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته