دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 268639
د اختر په ورځو کې باید د پلازمینې ښاریانو امنیت لا ښه شي
د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د کابل له امنیتي او ترافیکي چارواکو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د لوی اختر په مناسبت د ښاریانو د امنیت او د ښاري نظم ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ولایت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، حمل ۲۹) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې شیخ محمد قاسم خالد د کابل امنیه قوماندان، د استخباراتو او مرکزي اردو له استازو سره په کتنه کې قول اردو او د ترافيکو رييس د کابل ښاريانو امنيت او د ښاري نظم ټينګښت ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
 
د کابل والي امنيتي او ترافيکو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د اختر په ورځو کې د خپلو هېوادوالو په ځانګړې توګه د کابل ښاريانو امنيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او اجازه ور نه کړي چې ښاري نظم ګډوډ شي.
 
https://avapress.com/vdcjtoe8huqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته