دخپریدو نیټه :جمعه ۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 268796
د تنظیف په څه باندې ۳۰۰۰ کارکوونکو باندې د روژې مبارکې میاشتې مرستې وویشل شوې
یوه خیریه بنسټ د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د کابل ښاروالۍ پر ۳ زره ۳۰۰ پاکولو کارکونکو باندې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د روژې د میاشتې مرستې وویشل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه خیریه بنسټ مسؤلین وایی چې په دغو مرستو کې د ۲۰۰ زره امریکایی ډالرو په ارزښت هر ډول خوراکی توکي شامل دی چې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې پر ۳۳۰۰ کسانو ویشل شوی دی.
 
د دغه بنسټ مسوولین وايي، د روژې د مبارکې میاشتې له پیل راهیسې له اړمنو سره د دوی د روژې میاشتې مرستې دوام لري.
 
د يادې ادارې مشر حاجي محمد فايق د دغو مرستو په اړه وايي: "موږ د ښاروالۍ د پاکولو رياست په چوکاټ کې له ٣٣٠٠ کورنيو سره مرسته وکړه."
 
فايق زياته کړه چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړي او وريجې شاملې دي.
د تنظيف رياست يو شمېر کارکوونکي چې له دغو مرستو څخه برخمن شوي دي، له نورو مرستندويه بنسټونو هم غوښتنه کوي چې له دوى سره لا زياتې مرستې وکړي.
 
دا مرستې په داسې حال کې ورکول کیږي چې نړیوالو سازمانونو په وار وار د ۲۸ میلیونو افغانانو د خوړو د نه لاسرسي په اړه اندیښنه څرګنده کړې او له افغانستان سره یې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
https://avapress.com/vdcdnj0x9yt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته