دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 268823
د روسیې د بندیزونو له امله نړیوال اقتصادي بحران
کرملین وايي، پر روسیې بندیزونه د نړۍ اقتصاد ته زیان رسولی شي او یو نوی بحران رامنځته کولی شي.
افغان غږ خبری آژانس: د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جمعې په ورځ وویل چې مسکو په دې باور دی چې پر روسیې بندیزونه د نړۍ اقتصاد ته زیان رسولی شي او یو نوی بحران رامنځ ته کولای شي.
 
د ایران د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، پیسکوف وویل: پر مسکو بندیزونه او په دې برخه کې د بروکسل او واشنګټن احتمالي پریکړې د نړۍ اقتصاد ته سخت زیان رسولی شي.
 
په همدې حال کې د روسیې د مرکزي بانک مشرې ایلویرا نبیولینا د چهارشنبې په ورځ د پارلمان په یوه غونډه کې وویل: د دغه هیواد اقتصاد د بندیزونو په وړاندې لوړ مقاومت ښودلی او له بې ساري فشارونو سره مخ شوی دی.
 
الویرا نبیولینا زیاته کړه: د فشار کچه چې روسیه تیر کال ورسره مخ وه دومره لوړه وه چې هیڅوک یې وړاندوینه او چمتووالی نه درلود.
 
په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې (د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۲۴)، متحده ایالاتو، بریتانیا او د هغوی متحدینو د روسیې پر ضد ډېر بندیزونه او فشارونه زیات کړي دي. یو عمل چې البته د مسکو غبرګون یې راپارولی دی.
https://avapress.com/vdcewv8wxjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته