دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 268833
یونسکو د بامیان د تاریخي اثارو د ساتنې پروګرام بیا پیلوي
رسنیو راپور ورکړی چې یونسکو پریکړه کړې چې د بامیان د تاریخي ابداتو او ځایونو د ساتنې پروګرام بیا پیل کړي. ويل شوي دي چې ددغې پروژې دپلي کولو هدف د باميانو د فرهنګي ميراثونو ساتنه او د باميانو خلکو ته د کار زمينه برابرول دي .
افغان غږ خبری آژانس: د هنر نړیواله ورځپاڼی د بامیان د جامع ستراتیژیک پلان د همغږی کوونکی میرلا لودا له قوله لیکی، چی دا پریکړه د افغانستان د کلتوری میراثونو په ساتنه کی مرسته کوی.
 
دغې نړیوالې ورځپاڼې د جمعې په ورځ (د ثور لومړۍ) په دې راپور کې زیاته کړې چې د یونسکو یوه ویاند ویلي چې د بامیانو د فرهنګي میراثونو د ساتنې د پروژې پلي کېدل به په سیمه کې له اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.
 
د باميان د تاريخي ابداتو د ساتنې څو مليونه ډالره پروژه چې د ايټاليا په مالي مرسته د جمهوري رژيم پر مهال ترسره شوه؛ دا پروژه د تېر حکومت له سقوط وروسته ودرول شوه.
 
د دغې ورځپاڼې د خبر له مخې، په هغه کنفرانس کې چې د ایټالیې د فلورېنس په پوهنتون کې د ۱۴۰۱ میلادی کال د سپتمبر په میاشت کې جوړ شوی و، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دغه هېواد له دغې پروژې سره د مالی مرستو د دوام پرېکړه کړې ده.
 
په دې کنفرانس کې چې د فلورېنس پوهنتون په نوښت او د ايټاليا د پراختيايي همکاريو ادارې په نوښت جوړ شوى و، د افغانستان د فرهنګي ميراثونو په اړه د نظريو د تبادلې په موخه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کارپوهانو برخه اخيستې وه.
 
په دې کنفرانس کې د بامیان فرهنګي میراثونه چې په ۲۰۰۲ کال کې د یونسکو له خوا د نړۍ له خطر سره د مبارزې د میراثونو په لست کې شامل شوي وو، ځانګړې پاملرنه او ټینګار وشو.
 
ویل شوي، چې په بامیان کې د یونسکو د پروژې موخه د تاریخي ابداتو د زیربناوو پیاوړي کول او د اوږدمهاله ساتنې د پلان جوړول دي، څو د سیمې خلکو ته د اوږد مهاله کار زمینه برابره شي.
 
په راپور کې راغلي چې د یونسکو د دغې پروژې تمرکز د هغو ډبرو په ساتنه کې دی چې د بامیان د تاریخي اثارو یوه برخه ده، په دې کې د بامیانو له منځه تللې څېرې او په هغو کې جوړ شوي ګڼ شمېر غارونه او همدارنګه د غلغلې لرغوني ښار شامل دي.
https://avapress.com/vdcfmcd0mw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته