دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 268888
د اختر په ورځو کې له امنیت څخه د پلازمینې ښاریان خوښي
د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې د هېواد امنیتي ځواکونو د پوستو په جوړولو سره د اختر په ورځو کې پوره امنیت ټینګ کړی او سږ کال د امنیت له تامین او له خلکو سره د پولیسو له چلند څخه راضي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېوادوالو دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې تر اختر وړاندې به د هېوادوالو امنیت تامین کړي.
 
د کابل ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي محمد حسین باغي نن ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د اختر په درېیو ورځو کې اساسي امنیت تامین کړی او خلکو هم له امنیتي ځواکونو سره پوره همکاري کړې ده.
 
هغه زياته کړه: د اختر په درېيو ورځو کې د امنيتي ځواکونو هڅې د دې لامل شوې، چې په کابل ښار کې کومه امنيتي پېښه رامنځته نه شي او خلکو د اختر ورځې په سوله ييزه توګه تېرې کړې.
 
دغه هیوادوال زیاته کړه چې دجمهوریت په وخت کې داسلامي امارت له رامینځته کیدو مخکې هیوادوالو د اختر ورځې په ویره کې تیرولې ځکه ترهګرې ډلې په هیوادوالو ځانمرګی او چاودیدونکي بریدونه ترسره کول.
 
په همدې حال کې د کابل ښار د شپږمې ناحیې یو تن اوسیدونکی نوید احمدي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: امنیتي ځواکونو د اختر په شپو او ورځو کې د ښاریانو د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کولې، ځکه د کابل په ټولو سیمو کې حضور درلود.
 
ده څرګنده کړه: سږ کال د اختر په ورځو کې د کابل ښاريانو هيڅ ډول امنيتي انديښنه نه درلوده، يواځينۍ ستونزه چې د اختر په ورځو کې شتون درلود، ترانسپورتي ستونزې وې.
 
د کابل ښار دغه اوسیدونکي ټینګار وکړ: لکه څنګه چې حکومت د امنیت په تامین کې هڅه کوي، باید د کابل ښاریانو د ټرانسپورټي ستونزو د حل لپاره هم هڅې وکړي، څو د دې سیمې د ښاریانو ستونزې هم هوارې شي.
 
د کابل ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکی مصطفی قاسمي هم له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې د اختر په ورځو کې د امنيت له ټينګښت څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: ځکه امنيتي ځواکونو د کابل په بېلابېلو سيمو کې پوستې او ګرځنده پوستې جوړې کړې دي.
 
هغه زياته کړه، چې د اختر په ورځو کې د اختر د لمانځه د امنيت د تامين په موخه په ټولو جوماتونو کې امنيتي ځواکونه موجود وو او له خلکو سره يې ښه تعامل وکړ.
 
قاسمي زیاته کړه، د ترهګرو ډلو له امنیتي ګواښونو سره سره، خوښ دی چې د اختر په ورځو کې په کابل کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.
 
د يادونې وړ ده، چې سږ کال د کوچني اختر ورځې په ټول هېواد کې له بشپړ امنيت سره مل وې.
 
https://avapress.com/vdcfccd0cw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته