دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 269196
په هېواد کې د طبيعي پېښو له امله ٢٠ تنه مړه او ټپيان شوي دي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په تېرو لسو ورځو کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او تر ۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي نن د ثور میاشتې په لسمه یو ویډیويي ټیپ خپور کړ چې له مخې یې د ثور له لومړۍ نیټې څخه تر ۱۰مې نیټې پورې د مړو شویو کسانو شمېر دا دی. د مختلفو طبیعي پیښو په پایله کې ټپیان شوي دي
 
رحيمي که څه هم د طبيعي پېښو د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل، خو ټينګار يې وکړ، چې دا پېښې په ميدان وردګو، پکتيکا، غزني، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې شوې دي.
 
د رحيمي په وينا، په ډېرو ولايتونو کې د طبيعي پېښو له امله څاروي هم له منځه تللي دي.
 
رحيمي زياته کړه، چې دوى د مرستندويه ادارو په همکارۍ په هېواد کې د طبيعي پېښو له زيانمنو سره مرستې کوي.
 
تر دې وړاندې هم د هېواد د ډېرو ولایتونو په ځانګړي ډول د مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کروندګرو د سېلابونو له امله د خپلو کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو خبر ورکړی و.
 
https://avapress.com/vdci33arqt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته