دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۵
د مطلب کود : 269222
ننګونې د بامیان د تاریخي زیرمو د ساتنې له لارې حل کیږي
د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رييس سره په کتنه کې وويل چې د باميان د تاريخي ابداتو د ساتنې په لاره کې شته ستونزې به ژر حل شي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی سیف الرحمن محمدی د هیواد د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره په کتنه کې د سیاحت د سکتور د ستونزو او د بامیان تاریخي ځایونه د ساتنې په اړه خبرې وکړې.
 
د باميان ولايت مقام د خبرپاڼې له مخې، مولوي محمدي د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست پر وړاندې شته ننګونې مطرح کړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزیر ژمنه کړې، چې دغه ننګونې به په ګوته او په نږدې راتلونکي کې به د بامیان د سیلانیانو سکتور ستونزې هوارې شي.
 
ويل کيږي چې په دې غونډه کې په باميان کې د سیلانیانو د موسم د پيل، د دغه ولايت د تاريخي او طبيعي منظرو د ليدونکو لپاره د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو، د تاريخي او لرغونو ابداتو او د اوبو د څاګانو د ښه او زياتې ساتنې په ګډون د روان کال پلانونه مطرح شول.
 
بامیان د هېواد یو له لرغونو ولایتونو څخه دی او ګڼ شمېر تاریخي اثار لري.
 
https://avapress.com/vdcir3arrt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته