دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 269250
مرستندویه موسسو په ننګرهار او بادغیس کې له اړمنو سره مرسته وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام، (ورلډ ویژن) او (NRC) موسسو په ننګرهار او بادغیس ولایتونو کې پر بزګرانو او اړمنو کورنیو نغدي او غیرې نغدي مرستې وویشل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د اسلامی امارت د کرنې او مالدارۍ ریاست نن (دوشنبه، ثور ۱۱) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د خوړو نړیوال پروګرام په دغه ولایت کې له ۱۲۵ بزګرانو سره د غلې دانې مرسته کړې ده.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په هر بزګر باندې د ۱۵۰۰ کیلوګرامه غنمو په ظرفیت سره د غلې دانې وېشل شوې دي.
 
د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست وايي، د NRC موسسې له لورې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو ۶۴ کورنیو ته نغدي مرستې وویشل شوې.
 
د ننګرهار د مهاجرینو چارو ریاست د ټکنالوجۍ مدیر نجم الحق فضلي په وینا، دغې ادارې هرې کورنۍ ته ۲۷ زره افغانۍ نغدي ورکړې دي.
 
خو په بادغیس ولایت کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا ریاست په دغه ولایت کې ۳۵۹ اړمنو کورنیو ته د ورلډ ویژن موسسی له لوري د نغدي مرستو د ویش خبر ورکړی دی.
 
ویل کیږي، چې هرې کورنۍ ته ۵ زره ۱۷۵ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه. هغه کورنۍ چې د ورلډ ویژن له مرستو څخه برخمنې شوې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار اوسېدونکي دي.
 
د راپورونو له مخې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو د نړیوالو مرستندویه موسسو له خوا د بشري مرستو د وېش لړۍ دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcjihe8yuqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته