دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 269318
په کونړ ولایت کې د طبیعي پېښو د قربانیانو لپاره د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت ښارګوټی جوړ شو
په کونړ ولايت کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي، چې د ناروې د کډوالو نړيوالې شورا په دغه ولايت کې د زلزلې او سېلاب ځپلو لپاره د ۱۹ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د استوګنې يوه ځای جوړوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کنړ ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس ثابت الله ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې ددي ځاي چارې بشپړې شوې او مستحقو کورنیو ته وسپارل شوې.
 
له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس زياته کړه، چې په دې هستوګنځي کې څلوېښتو زيانمنو شويو کورنيو ته کورونه جوړ شوي دي.
 
د صبغت الله په وينا، د نړيوالو مرستندويه موسسو په مرسته په دغه ښارګوټي کې د يوه ښوونځي، روغتون او سړک د جوړولو هڅې روانې دي.
 
ځايي اوسېدونکو د ناروې د کډوالو د نړیوالې شورا د دغه اقدام هرکلی کړی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په کونړ ولايت کې د زلزلې او سېلابونو له امله په دغه ولايت کې لسګونو کورنيو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ډېر مالي زيانونه يې واړول.
 
https://avapress.com/vdcezo8wvjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته