دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 269358
د نړۍ په هر ګوټ کې د مطبوعاتو آزادي تر برید لاندې ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې ټولې آزادۍ د مطبوعاتو په آزادۍ پورې تړلې دي، خو دا آزادي د نړۍ په هر ګوټ کې تر برید لاندې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن د ثور د میاشتې دریمه نیټه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ نومول شوې ده.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي په ټویټر کې په یوه پیغام کې وویل: "د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ او هره بله ورځ، نړۍ باید د خبریالانو تر څنګ ودریږي ځکه چې دوی د حقیقت لپاره ودریږي."
 
بل خوا د «نی» په نوم د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ سازمان د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلی چې په دغه هېواد کې د رسنیو آزاد فعالیت له جدی ننګونې سره مخ شوی دی.
 
دغه بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو ازاد فعالیت باید د بشري حقونو په توګه تضمین شي.
 
دغه بنسټ زیاته کړه، چې په افغانستان کې تر نیمايي زیاتې آزادې رسنۍ په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او ننګونو له امله فعالیت بند کړي او له ۶۵ سلنې څخه زیاتو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
 
ني وويل: په اوسنيو شرايطو کې د آزادو رسنيو فعاليتونه، د بيان د آزادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د خبريالانو د ځاني او روحي خونديتوب بېلګه د اندېښنې وړ ده او په اوږدمهال کې د دغه وضعيت دوام ښايي د افغانستان لپاره نور هم نازک وي.
 
نی له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان له رسنیو او خبریالانو ملاتړ وکړي او د تېرو دوو لسیزو پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
 
https://avapress.com/vdciw3arvt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته