دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 269435
په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره د یوې ځانګړې طرحې ټاکل؛ ۷۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
د بدخشان ولايت سيمه ئيزو مسوولينو په دغه ولايت کې دکوکنارو دله منځه وړلو لپاره دځانګړي پلان دجوړولو خبر ورکړى دى او وايي چې ددغه عملياتو په لومړۍ ورځ ٧٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده .
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: افغان غږ خبری آژانس ته د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ځانګړی قطعه د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیریت له خوا د استخباراتو له ریاست سره په همغږۍ جوړه شوې ده.
 
معلومات ښیي، چې د دغو عملیاتو په لومړۍ ورځ د کشم ولسوالۍ په ګندم کل سیمه کې ۷۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
 
د دوی په خبره، په بدخشان کې د کوکنارو تر بشپړ له منځه وړلو پورې به د ځانګړې برخې فعالیت دوام ولري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال په بدخشان کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي او د ارګو، خشک، افتال پایان ولسوالیو او د فیض اباد ښار په ځینو برخو کې له ۹۰۰ جریبه زیاته ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
 
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې قوماندان فواد ابوبکر چې په شمال ختيځ زون کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په موخه پرون (چهارشنبه د ثور ١٣مه) بدخشان ته سفر کړى و، وويل: د اسلامی امارت د رهبرۍ د حکم اساس له لوري د هیواد په ټولو ولایتونو کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په موخه عملیات روان دي او دا لړۍ به د تریاکو د کښتونو تر له منځه وړلو پورې دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcexo8wnjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته