دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 269494
غزني ښار ته د هسپانوي سیلانیانو سفر
د هسپانيا يو شمېر سيلانيانو غزني ښار ته په سفر سره د دغه ولايت له تاريخي ابداتو څخه ليدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - غزني ولایت ته د هسپانیې ۱۱ تنه سیلانیان ورغلي او د دغه ولایت تاریخي اثار یې لیدلې دي.
 
دغه سیلانیان له رسنیو سره په مرکه کې د غزني ولایت ښکلی او لرغونی ولایت وباله او اوسنی وضعیت یې ښه وباله او ویې ویل، چې کله په افغانستان کې جګړه نه وي، افغانستان ته د راتګ غوره وخت دی.
 
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئيس حميدالله نثار هم وايي، چې د هېواد او غزني ولايت د امنيت د ټينګښت له امله د هېواد د تاريخي سيمو او منظرو د ليدو په موخه ګڼ شمېر بهرني اتباع غزني ته تللي دي.
 
د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو څو ورځو کې له چين، جرمني، هسپانيې او يو شمېر نورو هېوادونو څخه شاوخوا ٢٩ بهرنيو سيلانيانو غزني ولايت ته سفر کړى دى.
 
https://avapress.com/vdcjhhe8xuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته