دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 269559
غور ولایت ته د ۸ بهرنیو سیلانیانو سفر د دغه ولایت له تاریخي ابداتو څخه لیدني لپاره
د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين د دغه ولايت مرکز فيروزکوه ښار ته د ٨ تنو بهرنيو سيلانيانو چې د انګلستان، جاپان، سلوانيا او امريکا اتباع دي، د راتلو خبر ورکوي. ويل شوي چې غور ته د دغو سيلانيانو د سفر موخه د دغه ولايت د لرغونو او تاريخي اثارو ليدنه ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: پرون شنبه (ثور ۱۶) د انګلستان، جاپان، سلوانیا او امریکا ۸ تنه بهرنی سیلانیان د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته داخل شول.
 
دغو سيلانيانو د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست مولوي محمد حميد سره وکتل او د دغه ولايت د تاريخي آبداتو د وضعيت او همدا راز د سيلانيزو ځايونو په باب يې معلومات وغوښتل.
 
د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د غور د تاريخي او کلتوری شتمنيو په باب د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وويل: غور ولايت د زياتو تاريخي او لرغونو اثارو او سياحتي ځايونو په لرلو سره د ټولو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو لپاره مناسب ځاى دى.
 
مولوي حماس زياته کړه چې د غور ولايت داطلاعاتو او کلتور رييس د دغه ولايت د سيمه ييزې ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مشرتابه سره په همغږۍ هڅه کوي چې سيلانيانو ته د سياحت په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي .
 
په همدې حال کې دغو سيلانيانو غور ولايت ته د خپل سفر په اړه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: اوسنيو امنيتي حالاتو او ښو شرايطو دغه هېواد ته د سفر کولو لېوالتيا پيدا کړې ده.
 
دغه سيلانيان د لرغوني څلې او شاوخوا تاريخي او لرغونو سيمو ته هم ځي.
 
غور ولایت د هېواد یو له لرغونو ولایتونو څخه دی چې ارزښتناک تاریخي اثار لري.
 
https://avapress.com/vdcbs9b59rhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته