دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 269674
په یوولسو ولایتونو کې څه باندې ۸۳۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په بدخشان، تخار، ننګرهار، کندز، فاریاب، لغمان، کاپیسا، لوګر، سمنګان، دایکندي او هرات ولایتونو کې څه باندې ۸۳۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې ۳۴۱ جریبه او د تخار ولایت په اشکمش او رستاق ولسوالیو کې ۲۱۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په سپین غر او نازیانو ولسوالیو کې ۱۵۲ جریبه، په کندز ولایت کې ۵۰ جریبه، د فاریاب ولایت په بل چراغ ولسوالۍ کې ۳۵ جریبه، په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې ۳۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوي.
 
د وزارت په ټویټ کې دا هم راغلي چې د کاپیسا ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې ۷ جریبه، د لوګر په ولایت کې ۶ جریبه، د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې له څلور جریبه زیاته ځمکه او له یو جریبه زیاته ځمکه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې له کوکنارو د کښت څخه پاکه شوي.
 
دغه وزارت په یوه بیان کې لیکلي: «همدارنګه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې سلګونه جریبه او د هرات ولایت په اوبې، غوریان، رباط سنګي، زنده جان او د غورزا په ولسوالیو کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه شوي.
 
د یادولو وړ ده چې په ټول هیواد کې د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د بندولو کمپاین د اسلامي امارت د مشر ملاهبت الله اخندزاده په حکم روان دی.
 
https://avapress.com/vdcjahe8xuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته