افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافی نن چهارشنبه د ثور په ۲۰ مه،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو ۹۳۰جریبه ځمکه په مرکز او ددی ولایت د ۱۶ ولسوالیو کې د کوکنارو څخه پاکه کړي ده.
هغه زیاته کړه، دا بهیر به په تخار کې د کوکنارو تر بشپړ له منځه وړلو پورې دوام وکړي.
د تخار د پولیسو ویاند دا هم وویل چې کروندګر باید په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای حلال فصلونه وکري.
په ورته وخت کې د تخار اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو دغه اقدام ته خوشبینه دي او له حکومته غواړي چې د نشهيي توکو د قاچاقبرانو مخه هم ونیسي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت نن اعلان وکړ چې په افغانستان کې د کوکنارو څلور زره هکتاره کرل شوې ځمکه له منځه تللې ده.