دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 269862
په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۸۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو له پروسې وروسته په بدخشان، پروان، سمنګان، بغلان، لغمان او کنړ ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې له ۸۰۰ جریبه زیات کوکنار له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، ثور ۲۱) په یوه ټوېټ کې ویلی چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له لورې په مرکز او ځینو ولسوالیو کې له کوکنارو د کښت څخه پاکه شوي ده.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د پروان ولایت په ګلبهار او جبل السراج ولسوالیو کې ۳۳۸ جریبه، د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې ۶۲ جریبه، د بغلان ولایت د اندراب، دوشي او بورکې په ولسوالیو کې ۳۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
 
دغه راز د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې ٨ جريبه او د کونړ ولايت د ماڼوګي په ولسوالۍ کې ٧ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ټول هېواد کې ګڼې ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdciq3arrt1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته