دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 269899
د کندهار ښاروالۍ به په دوو ورځو کې د ډوډۍ نوی نرخنامي  پر نانوایانو وویشي 
د کندهار ښاروالۍ وايي، په دوو ورځو کې به د کندهار ښار او ولسوالیو نانوايانو ته د ډوډۍ نوي نرخنامه وویشي.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول زمري څرګند ​​وايي، د کندهار ښاروالۍ د څارنې ډله به د دې ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د ډوډۍ پخوونکو ته د ډوډۍ د نوي نرخ په اړه خبر ورکړي.
 
نوموړی زیاتوي، چې د نرخ له نوي لېست څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
 
په همدې حال کې د کندهار ښار اوسېدونکي محمود افغان غږ خبری آژانس ته وويل: "ډېر خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د ډوډۍ د پېرلو توان نه لري."
 
هغه زياته کړه، د کندهار ښار او ولسواليو په بازارونو کې د ډوډۍ د بيو د لوړوالي د مخنيوي په موخه ښه خبره ده، چې د ښاروالۍ له لوري يې د نرخونو لېست ترتيب او څارنه يې وشي.
 
د کندهار يو بل اوسېدونکي ننګيالي وويل: "ډوډۍ زموږ د خلکو اصلي خواړه دي، له همدې امله موږ له مسوولينو غوښتنه کوو، چې د بيې د ټاکلو تر څنګ د ډوډۍ وزن کنټرول چارې هم ترسره کړي."
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ولايتونو کې ښاروالۍ د خوراکي توکو د بيو د نرخنامي ټاکل او د هغې د پلور څارنه کوي.
https://avapress.com/vdci33ar3t1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته