دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 270007
صهیونیسټ رژیم له غزې سره له اوربنده سرغړونه وکړه
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې د دوی هوايي ځواک د غزې په تړانګه کې پر هدفونو بریدونه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم او مقاومتی ډلو ترمینځ د اوربند له پیلیدو څه د پاسه دوه ساعته په تیریدو سره، رسنیو خبر ورکړی دی چې تل ابیب له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.
 
فلسطیني سرچینو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې په مختلفو سیمو کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
 
دصهیونیسټي ترهګرې رژیم پوځ هم اعلان وکړ چې ددغه رژیم د هوايي ځواک جنګیالي په غزې تړانګې کښې په هدفونو حملې کوي .
 
د دغه رژیم د پوځ ویاند په یوه ټویټ کښې لیکلي دي چې د صهیونیسټي میشت ځایونو د راکټونو د ډزو په ځواب کښې په غزې تړانګه کښې د اسلامي جهاد د مقاومت غورځنګ په هدفونو حملې کوي.
 
فلسطیني رسنۍ وايي، د صهیونیسټي رژيم د جنګیالیو له خوا په بیت حنون، شجاعیه او رفح سیمو کې لږ تر لږه درې څارګریزې پوستې په نښه شوي دي.
 
ځينې سرچينې وايي، چې په غزه کې په نښه شويو څارګرو پوستو کې يوه د حماس د مقاومت او دوه نورې د اسلامي جهاد ډلې پورې اړه لري.
 
څو شېبې وروسته د عبراني ورځپاڼې «يديوت احرونوت» ليکلي، چې په البرج، بيت حنون، رفح او شجاعيه سيمو کې لږ تر لږه ۴ څارګرې پوستې د صهيونېسټ رژيم د يرغليزو بريدونو له امله په نښه شوې دي.
 
تر دې مخکې "الجزیرې" چینل خبر ورکړی و، چې اوربند به پر ځايي وخت د سهار له لسو بجو نافذ شي. په دې تړون کې به بشپړ اوربند او د ملکي وګړو د وژلو او د کورونو د ویجاړولو مخه نیول شامل وي.
 
خو په داسې حال کښې چې په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم او د مقاومت د ډلو ترمینځ د اوربند پیلیدو ته څه دپاسه څلویښت دقیقې پاتې وې، مقاومتی ډلو د غزې په شاوخوا کښې د صهیونیسټانو میشت ځایونه په راکټی حملو سره په نښه کړل.
 
https://avapress.com/vdcbggb5zrhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته