دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 270029
په هرات کې د پولیو د واکسین د دریم پړاو کمپاین پیل شو
د هرات د عامې روغتیا چارواکي وايي، په هرات کې به د پولیو ضد واکسین درېیم پړاو سبا دوشنبه د ثور په ۲۵مه پیل شي. دوی زیاتوي چې په دې پړاو کې به ۲۸۷ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر محمد اصف کبیر د دغه روغتیایی کمپاین د پیل په مراسمو کې چې نن سه شنبه (ثور ۲۴) په هرات ولایت کې جوړ شوی وو، وویل چې دغه کمپاین ټاکل شوې چې څلور ورځې به دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو کم عمره ۲۸۷ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.
 
د هرات د عامې روغتیا مرستیال زیاته کړه: "موږ له ټولو کورنیو څخه غوښتنه کوو چې له واکسیناتوران سره بشپړه همکاري وکړي."
 
بل خوا د لوېديځې حوزې د واکسيناسيون مسوول ډاکټر عبدالوحيد رحماني وايي، دغه کمپاين به په ښار، شينډنډ ولسوالۍ او د انجيل ولسوالۍ په ځينو برخو کې پلى شي.
 
د هغه په ​​وينا، په ۲۰۲۳ کال کې په ننګرهار کې د ګوزڼ لومړۍ پېښه دوه ورځې وړاندې ثبت شوې، چې له مخې يې ماشومان لا هم له يادې ناروغۍ خوندي نه دي.
 
په همدې حال کې د هرات ولايت سيمه ييزو او اړوندو دولتي ادارو هم د دغه مهم واکسين په برابرولو کې خپله همکاري اعلان کړه.
 
https://avapress.com/vdcf0xd01w6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته