دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 270168
په تخار کې د یوه ځوان له خوا موټر جوړول
د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یوه ځوان په خپل لګښت د هیرو جیپ جوړ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د تخار ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د حیات الله په نوم یوه ځوان دغه موټر د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت په شپږو میاشتو کې جوړ کړی دی.
 
د دوی په وینا که د دغه ځوان ملاتړ وشي، د هر ډول موټرو په جوړولو کې به له بهرنیو هېوادونو سره سیالي وکړي.
 
حيات الله د تخار د تخنيکي او مسلکي زده کړو د انسټيټيوټ زده کوونکى دى او وايي چې د موټر جوړولو په برخه کې يې په ذهن کې ډېر خيالونه دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستيو کې په هېواد کې ګڼ شمېر ځوانانو د موټرونو او الوتکو په ګډون د موټرو د جوړولو په برخه کې نوښتونه کړي او دغو ځوانانو تل له دولت څخه غوښتي، چې په اقتصادي برخه کې ورسره مرسته وکړي.
 
رضا احمدي تېر ژمي هم يو سپورټي موټر جوړ کړ، چې د دولت او خلکو له خوا يې تود هرکلى وشو.
 
https://avapress.com/vdcjmye8ouqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته