دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 270711
د افغانستان د حالاتو څېړنه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ د خبرو پر مرکز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ټاپي د ګازو د نل لیکې د پروژې د تطبیق، په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دواړو لورو د سیمې پر مهمو امنیتي مسایلو هم خبرې کړې دي.
 
وفا حاجی‌اف وویل، ترکمنستان د ګاونډي هېواد امنیت او ثبات او همدارنګه د خپل ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره ډېره لېوالتیا لري.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د مسئلې په اړه د هېوادونو او ملګرو ملتونو تر منځ د پراخو تعامل پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
همدارنګه ټینګار شوی چې ترکمنستان د منځنۍ اسیا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیز-اقتصادي وضعیت د ثبات لپاره د نړیوالو هڅو په چوکاټ کې په فعاله توګه کار کوي.
 
همدارنګه یادونه وشوه چې ترکمنستان د ټاپي د ګازو د پایپ لاین د غځولو، د ټاپي د برېښنا د مزي د غځولو، د ریل پټلۍ د ترمیم، د نویو لاینونو په جوړولو او داسې نورو د پروژو د تطبیق له لارې د افغانستان په اقتصادي وده کې ونډه لري.
 
https://avapress.com/vdcdfz0xfyt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته