دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 270719
د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او سوکالۍ لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې د غونډې په وروستۍ وینا کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړي استازي د افغانستان له خلکو او د هېواد د ثبات، تلپاتې سولې او سوکالۍ د لاسته راوړنو په برخه کې د مرستو ژمنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې او د منځنۍ اسیا هیوادونو د ځانګړیو استازیو غونډه د می میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نیټه جوړه شوه چې د افغانستان لپاره د تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان هیوادونو او د اروپایی اتحادیې ځانګړی استازی پکې ګډون لری.
 
د غونډې په وروستۍ اعلاميه کې ويل شوي، چې دا د افغانستان د پرمختګونو او اقتصادي وضعيت په اړه د ژورو نظريو د تبادلې يو فرصت و.
 
د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسيا د هېوادونو استازو ويلي، چې د افغانستان له خلکو او په هېواد کې د ثبات، تلپاتې سولې او سوکالۍ په برخه کې خپلو ژمنو ته ژمن دي.
 
دوی د غونډې په اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو او د دغه هېواد د ټولو اتباعو له مدني، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوری حقونو څخه په ملاتړ ټینګار وکړ.
 
نوموړي د افغانستان د وګړو د بشري حقونو او د بنسټیزو آزادیو او همدارنګه د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اندېښنو په یادولو سره د نړیوالې ټولنې د هڅو ستاینه وکړه چې له ستونزو سره سره د افغانستان له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.
 
د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو له اسلامي امارت غوښتي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې ټول هغه بندیزونه لغوه کړي چې د زده کړې، کار او په عامه ژوند کې د هغوی د ګډون حقونه محدودوي.
 
دوی زیاته کړه، دغه بندیزونه له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونې ترڅنګ، د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر وړتیا ناوړه اغېزې لري او باید لیرې شي، څو د افغانستان اقتصاد ښه شي او په پای کې ثبات او سوله راشي.
 
د اروپا او منځنۍ اسیا استازو ویلي چې د افغانستان د اقتصادي ثبات او بیا احیا پر امکاناتو او ننګونو یې هم خبرې کړې دي.
 
د اروپا او منځنۍ اسيا د هېوادونو ځانګړي استازي د خپلې غونډې په اعلاميه کې ويلي، چې له ګډو طبيعي زېرمو څخه د استفادې په برخه کې بايد د افغانستان د ټولو ګاونډيانو اړتياوې په پام کې ونيول شي.
 
د ټول شموله حکومت خبره اوس په داسې حال کې راپورته کېږي چې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې د حکومت جوړېدل د افغانستان له کورنیو مسایلو څخه ده او هېوادونه باید په دې کې لاسوهنه ونه کړي.
 
https://avapress.com/vdcb8gb59rhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته