دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 271207
کریم بینزیما به د فصل په پای کې ریال ماډریډ پریږدي
د ریال ماډریډ کلب په رسمي اعلان سره کریم بینزیما به ۱۴ کاله وروسته د سږني فصل په پای کې له کلب څخه ووځي. له ریال ماډریډ سره د دغه لوبغاړي تړون سږکال پای ته ورسېد.
افغان غږ خبری آژانس: کریم بینزیما چې یو ښه  د فوټبال لوبغاړی دی له ۲۰۰۹ کال راهیسې په ریال ماډریډ کې دی او څلور ځله یې د اسپانیا اتلولي او پنځه ځله د اروپا د اتلولۍ جام ګټلی دی.
 
د تېر کال په اکتوبر میاشت کې هغه د نړۍ د فوټبال د غوره لوبغاړي په توګه د سرو زرو جایزه وګټله. هغه د فرانسې د ملي لوبډلې له مشر روزونکي سره د شخړې له امله ونه شوای کولای چې د قطر په نړیوال جام کې ګډون وکړي او د خپل هېواد په ملي لوبډله کې یې دنده پای ته ورسوله.
 
څو ورځې وړاندې بنزیما د مارکا ورځپاڼې په مراسمو کې د دغې مجلې د لیجنډ جایزه وګټله او په همدې پروګرام کې یې د فصل په پای کې له ریال ماډریډ څخه د جلا کېدو په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې په مادرید کې د پاتې کېدو اراده نه لري.
 
ویل شوي چې بنزیما به د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د ریال ماډریډ مینه والو ته الوداع ووایي.
 
د سعودي عربستان الاتحاد د دې لوبغاړي یو له احتمالي منزلونو څخه شمیرل کیږي.
 
د فصل پای ته رسیدو سره، ریال یو بنسټیز بدلون پیل کړ. د وروستیو ساعتونو په ترڅ کې، ایډن هازارډ، مارکو اسنسیو، ماریانو ډیاز او کریم بینزیما د ګیلیکسي ټیم څخه جلا شوي دي.
 
https://avapress.com/vdce7z8wfjh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته