دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 271426
د بدخشان د نن ورځې په چاودنه کې د بغلان د پخواني امنیه قوماندان په ګډون ۴۰ تنو مرګ ژوبله اړولي ده
د بدخشان د ولایتي روغتون روغتیايي سرچینې تاییدوي، چې د فیض آباد ښار د نننۍ چاودنې له امله د بغلان د پخواني امنیه قوماندان په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۵ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان د ولایتي روغتون د سرچینو په حواله، نن له غرمې څخه مخکې د چاودنې له امله د بغلان د پخواني امنیه قوماندان صفي الله صمیم په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي.
 
سرچینه زیاتوي، چې ۲۰ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
دغه راز دوو سرچينو بي بي سي ته وويل، چې په نننۍ چاودنه کې د بغلان د پخواني امنيه قوماندان د وژل کیدو سربیره د حاجي اکرم خان د مولوي نثار احمد احمدي خسر او جنرال ضياالحق ابوذر هم وژل شوي دي.
 
د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې پېښې په ټپيانو کې د بدخشان د محاکمو رييس فيض الله آماج او قوماندان بصير خان خالد او مولوي جميل هم شامل دي.
 
په همدې حال کې ځينو نورو سرچينو په دې پېښه کې د ټپيانو شمېر ٤٠ تنه ښودلى دى.
 
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د فيض آباد ښار په نبوي جومات کې د بدخشان د مرستيال والي نثار احمد احمدي د فاتحې پر مهال شوې ده.
 
https://avapress.com/vdchizni-23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته