دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 271512
انتوني بلینکن: اسلامي امارت د داعش کلک دښمن دی
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن افغانستان اسلامي امارت د داعش کلک دښمن بللي او څرګند کړي ده، چې اسلامي امارت د دې ډلې پر ضد نور عملیاتونه هم ترسره کړي.
افغان غږ خبری آژانس: انتوني بلنکن دا خبره د پنجشنبې پر ورځ (جوزا ۱۸) په ریاض کې د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره په ګډه خبري غونډه کې وکړه.
 
نوموړي ټینګار کړی، که څه هم امریکا له افغانستان څخه وتلې؛ خو د اړتیا په صورت کې به د ترهګرۍ پر ضد هڅې تر سره کوي.
 
هغه زیاته کړې؛ زه فکر کوم، چې مونږ په دې وروستیو میاشتو کې په ښکاره توګه د دې کار وړتیا ښودلې او  په افغانستان کې مو میشت د القاعدې یو لوړ پوړي مشر له خپلې مخې لرې کړی دی. سربېره پردې مونږ له شریکانو او ګاونډیانو سره کار کوو، چې له هر هغه تروریزم سره د مقابلې وړتیا پیاوړې کړو، چې ممکن په افغانستان کې رامنځته او یا سر راپورته کړي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې اسلامي امارت د داعش د خراسان څانګې کلک دښمن دی او د دې ډلې پر ضد به خپلې هڅې روانې ساتي.
 
اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د افغانستان دفاعي ځواکونه له ملي حاکمیت څخه د دفاع توان لري او د اسلامي امارت پر موثریت؛ داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه کمزوری شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې داعش په بدخشان ولایت کې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا د درې بریدونو مسوولیت منلی دی. تر ټولو وروستي بریدونه، چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې، د بدخشان د پخواني مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه وه، چې د بغلان پخوانی امنیه قومندان مولوي صفی الله صمیم له یوولس کسانو سره یوځای ووژل شو.
 
https://avapress.com/vdcdff0xxyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته