دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 271596
د ایران په زندانونو کې په بند محکوم شوي تر سلو زیات افغانان افغانستان ته انتقال شول
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په زندانونو کې ۱۰۱ تنه افغان بندیان د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقتنامې پراساس د خپلو بندونو موده تیر کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال او د ایران د اسلامي جمهوریت د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر وویل، پرون سهار (جوزا ۲۱) له ایران څخه ۱۰۱ افغان بندیان افغانستان ته راستانه شول.
 
هغه زیاته کړه، دغه کسان د ایران د عدلیې وزارت د بندیانو د لېږد کمېټې په هڅو، د عدلیې، بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د زندانونو ادارې په همکارۍ د نیمروز د ځمکني پولې له لارې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.
 
د دغه راپور له مخې، تېر کال هم د ایران او افغانستان تر منځ د بندیانو د انتقال د هوکړې په چوکاټ کې د دغه هېواد څه باندې ۸۰۰ بندیان د خپلو سزاګانو د پوره کولو لپاره د اسلامی امارت چارواکو ته وسپارل شول.
 
ایرنا خبری آژانس د ایران د عدلیې وزارت د بشری حقوقو او نړیوالو چارو د مرستیال په حواله راپور ورکړی چې د دغه هیواد په زندانونو کښې ۶۶۲۰ بهرنیان بندیان دی چې په هغو کښې د افغانستان، پاکستان، عراق، ترکیې، هند او پاکستان اتباع هم شامل دی.
 
د یادولو وړ ده چې د ۱۴۰۱ کال د ثور میاشتې په ۱۵ نیټه د ایران او افغانستان تر منځ د بندیانو د انتقال د هوکړې له مخې څه باندې ۲۰۰ تنه افغان بندیان د قانوني مراحلو له تیرولو وروسته افغانستان ته انتقال شول.
 
https://avapress.com/vdcf1yd0vw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته