دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 272117
د کرزي او کاظمي قمي په کتنه کښې د کابل او تهران د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وشو
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د افغانستان او سیمې پر حالاتو، د کابل او تهران د اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی پرون (سه شنبه) د جوزا په ۳۰مه په خپله ټوېټر پاڼه کې ولیکل چې په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیر سره یې وکتل.
 
د کرزي په ټوېټر پاڼه کې راغلي دي: "ښاغلي کرزي او قمي مناسب امنیتي وضعیت ته په اشارې سره، په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو ډګر چمتو ګڼلی دی."
 
دغه راز دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخېدل به د افغانستان د خلکو د بېکارۍ کچه راکمه کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي کرزي تر دې وړاندې هم د بهرنیو هېوادونو له یو شمېر شخصیتونو سره کتلي دي.
 
د راپورونو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان یو له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی او د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د اسلامي امارت له سرپرست حکومت سره تر ټولو زیات اړیکي لري.
 
https://avapress.com/vdcfy0d0ew6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته