دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 272118
په بدخشان کې ۱۱۲ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
د بدخشان سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو له دوام څخه خبر ورکوي، دوی وايي چې د دغه ولایت په ارګوې ولسوالۍ کې ۱۱۲ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار نن چهارشنبه، د جوزا ۳۱مه افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د دې ولسوالۍ د آق بوریا، دهغن خانې، نوآباد او ګنده چشمه په کلیو کې ۱۱۲ جریبه ځمکه د کوکنارو کروندې له منځه وړل شوي.
 
د هغه په ​​وينا، د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم دغه کروندې له کوکنارو پاکې شوې او پر ځای به يې ګټور تخم وکرل شي.
 
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې تر اوسه په بدخشان کې د کوکنارو ټولې کروندې له منځه تللي او يوازې په ارګو ولسوالۍ او فيض آباد ښار کې کروندې پاتې دي او د له منځه وړلو لړۍ يې دوام لري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د کوکنارو کروندې له منځه تللي دي.
 
https://avapress.com/vdcgqx9x7ak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته