دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 272223
جرمنی له افغانستان څخه د کډوالو د منلو بهیر بیا پیلوي
د جرمنی رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله خبر ورکړی، چې د جرمنی حکومت په راتلونکو څو ورځو کې د افغان کډوالو د منلو او لېږد بهیر بیا پیلوي.
افغان غږ خبری آژانس - د جرمنی د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د جرمنی خبري آژانس ته ویلي دي چې په افغانستان کې د جرمنی پخوانیو محلي کارکوونکو او هغو کسانو ته چې په خطر کې دي د ویزو ورکولو بهیر به د جون په ۲۶ نیټه بیا پیل شي.
 
ویل شوي چې په راتلونکي کې به د جرمنی د ویزې له غوښتونکو سره امنیتي مرکې ترسره شي تر څو جرمنی ته د انتقال لپاره د احتمالي جعل او ناوړه استفادې مخه ونیول شي.
 
جرمنی ته د افغان کډوالو د لیږد بهیر د څه مودې لپاره د درغلۍ د احتمال له امله ودرول شو.
 
د دویچه ویله د راپور له مخې، د جرمنی د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې په راتلونکو اونیو کې به د افغان کډوالو د منلو پروګرام په تدریجي ډول پراخ شي او هره میاشت به ۱۰۰۰ تنه ومنل شي.
 
د هغه په ​​وينا، په پاکستان او ايران کې د مېشتو پناه غوښتونکو د دوسيو حل ته لومړيتوب ورکول کېږي او له دې وروسته به له افغانستان څخه د دغو کسانو د لېږد لړۍ پيل شي.
 
د تېر حکومت تر نسکورېدو وروسته له افغانستان څخه زرګونه کسان د جرمنی په ګډون غربي هېوادونو ته ولېږدول شول.
 
https://avapress.com/vdcdxx0xsyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته