دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 272319
د کډوالو چارو وزارت له دوو مرستندویه ادارو سره د ۴۰۰ زره کورنیو سره د مرستې تفاهم لیک لاسلیک کړ
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له دوو مرستندویه مؤسسو سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړی او ویلي یې دي چې دغه موسسې څه باندې ۴۰۰ زره کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش، نغدي، تعلیم او مسلک په برخو کې تر پوښښ لاندې راولي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (سرطان ۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له یاد وزارت سره د DRC او APK ادارو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو.
 
په پام کې ده چې دا بنسټونه ۴۱۰۱۴۷ اړو کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.
 
ویل کیږي چې د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت دغه تفاهم لیک لاسلیک شو.
 
دغه وزارت وايي چې په مرکز او ولایتونو کې د ژبې د زده کړې کورسونه، د کمپیوټر پروګرامونه، د محاسبې، ښوونې او روزنې، خیاطۍ، لاسي ګنډلو، د پوهاوي پروګرامونه او د رواني درملنې خدمات په لاره اچول شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر نړيوالو بنسټونو له افغانستان سره د خوراکي توکو، سرپناه جوړولو، ښوونيزو او روغتيايي خدمتونو په برخو کې مرستې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcjv8e8huqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته