دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 272548
له افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې به د اکتوبر په میاشت کې پای ته ورسیږي
د خوراک د نړیوال پروګرام مشر اعلان کړی چې د اوسني مالي وړاندوینې له مخې به له دغه هېواد سره د خوراکي توکو مرستې د روان کال د اکټوبر تر پایه پای ته ورسیږي.
افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر هسیاو وی لی رویټرز ته وویل: «پنځه ملیونه خلک شته چې موږ کولای شو د څو میاشتو لپاره مرسته وکړو، خو له دې وروسته به موږ منابع ونه لرو» زه فکر کوم چې دا زموږ د وضعیت بیړنی حالت ښیې."
 
د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکلونو پر بنسټ، د اوسنۍ بودیجې او مالي مرستو څخه چې په راتلونکو میاشتو کې د تمویل کونکو هیوادونو لخوا ژمنه شوې، د خوراکي مرستو کمښت به د اګست په میاشت کې پیل شي، په سپټمبر کې به نور هم کم شي او په اکتوبر کې ودریږي.
 
ملګري ملتونه له دې مخکې اړ شوي وو چې د خپل بشري مرستو پروګرام لپاره تمویل کم کړي ځکه چې بسپنه ورکوونکي شاته شول. نړیوال چارواکي وايي د مرستو کمېدل تر یوه حده د نړیوالو بحرانونو او د حکومت پر بودیجې د فشار او همدارنګه پر ښځو د محدودیتونو له امله دي.
 
لي وويل د خوراک نړيوال پروګرام يو مليارد ډالرو ته اړتيا لري چې د خوراکي توکو مرستې برابرې کړي او د اوس او مارچ ترمنځ پلان شوې پروژې پلي کړي.
 
هغه وويل، چې د خوراک نړيوال پروګرام به په افغانستان کې پاتې شي او خپلې نورې چارې لکه د تغذيې پروژې، که څه هم په مالي مرستو کې کموالى راولي.
 
لي وويل مرستندويه هېوادونه د ښځو پر وړاندې د محدوديتونو په اړه اندېښمن دي، خو زياته يې کړه چې د WFP د ګټې اخيستنې نيمايي برخه ښځې او نجونې دي او دغه سازمان لا هم ښځو ته پاملرنه کولى شي.
 
د خوړو د نړیوال پروګرام د راپور له مخې شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcdox0xjyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته