دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 272705
یوازې په فاریاب کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې درې تنه مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شوي
په فاریاب ولایت کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې د ترافیکي پېښو په پایله کې ۳ تنه مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په روغتیايي مرکزونو کې ثبت شوي احصایې او له سیمې څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې زیاتره ترافیکي پېښې د موټرسایکل او ریکشا له امله رامنځ ته شوې دي.
 
په ورته وخت کې د فارياب د ترافيکو مديريت وايي چې د اختر په درېيو ورځو کې په ترافيکي پېښو کې درې تنه وژل شوي او ٢٨ نور ټپيان دي.
 
د پژواک د خبر له مخې، د هېواد په ٢٥ ولايتونو کې د لوی اختر په درېيو ورځو کې په ترافيکي پېښو کې ٤٠ تنه وژل شوي او ١٣٦١ نور ټپيان دي.
 
 
ځايي چارواکي وايي، په دایکندي، سرپل او پکتیکا ولایتونو کې ترافيکي پېښه نه ده شوې، خو په کابل، کاپیسا، نورستان، پنجشیر، پروان او اروزګان ولایتونو کې چارواکو د کومې ترافیکي پېښې راپور نه دی ورکړی.
 
د راپورونو له مخې ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ وي. ځکه دا مرګ ژوبله يوازې په هغو ترافيکي پېښو پورې اړه لري، چې پژواک يې خپاره کړي دي.
 
باید وویل شي، چې که د موټرسایکل او ریکشا چلوونکو مخه ونه نیول شي او ترافیکي اصول پر ټولو چلوونکو عملي نه شي، په راتلونکو څو کلونو کې به د ولایتونو نیمايي نفوس معلول او ووژل شي.
 
https://avapress.com/vdciurarwt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته