دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 272810
په سرپل کې د کورنیو سیلانیانو د حضور زیاتوالی
د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي په دغه ولايت کې د کورنيو سيلانيانو د زياتوالي خبر ورکوي او وايي چې په يوه ورځ کې تر دوو زرو پورې کسان د سياحت لپاره دغه ولايت ته سفر کوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس فخرالدین عمیر سرپلي سږ کال دغه ولایت ته د کورنیو سیلانیانو د زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل چې په تیرو دریو میاشتو کې په ځانګړي ډول سرپل ته د اختر په مناسبت له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر ښاریان راغلي.
 
د هغه په ​​وينا، د اختر په ورځو کې له بلخ، هرات، کابل، سمنګان، فارياب او جوزجان ولايتونو څخه څه باندې دوه زره کورنيو سيلانيانو سرپل ته سفر کړى دى.
 
د سرپل امنیت په سرپل کې د کورنیو سیلانیانو د زیاتوالي اصلي لامل بلل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcfy0d0xw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته