دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 272862
کابل ته د برتانیې شارژدافیر سفر کړي
د افغانستان لپاره د برتانیې شارژدافیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل. په دې کتنه کې امیرخان متقی په انګلستان کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ د خدمتونو د پیل غوښتنه وکړه.
 
 
افغان غږ خبری آژانس: دواړو لورو د امنیت او ثبات د ټینګښت، د پانګونې د فرصتونو، روغتیا او پوهنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه والي خبرې کړې دي.
 
په دې کتنه کې ښاغلي متقي له دغه هېواد څخه وغوښتل چې له کابل سره د هراړخیزو اړیکو د ټینګولو لپاره په جدیت سره ودرېږي.
 
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: "بریتانیا باید له کابل سره په اعتماد او زړورتیا خبرې وکړي."
 
تکل د ښاغلي متقي په حواله وویل: "اسلامي امارت یو ولسي حرکت دی او د حکومت د تعامل او واک پالیسي لري." د اسلامي امارت د حل لاره باید د رسنیو د راپورونو پراساس نه، بلکې د متقابل احترام، حقیقت او رښتینولۍ په نظر کې نیولو سره غوره شي.
 
د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د برتانیې د شارژدافیر له قوله ویلي چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت ژمنې د پوهیدو وړ دي او د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره پورته شوي ګامونه اغیزمن دي.
 
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته په کابل کې د بریتانیا سفارت وتړل شو او اوس مهال د دغه هېواد یو استازی په دوحه کې د افغانستان لپاره د شارژدافیر په کچه کار کوي.
 
بريتانيا اوسمهال سرپرست حکومت په رسميت نه پېژني او په لندن کې د افغانستان د سفارت سفير او کارکوونکي چې د تېر حکومت له خوا ټاکل شوي وو، اوس هم په کار بوخت دي.
 
دغه راز رابرټ ډيکسن د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست ندا محمد ندیم سره هم وکتل.
 
د لوړو زده کړو وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ښاغلي ندیم په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د ودې او پراختیا په برخه کې د نړۍ د هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
https://avapress.com/vdcceiqii2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته