دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 273251
د ښار جوړولو وزارت: کورني او بهرني پانګوال کولای شي په ساختماني پروژو کې پانګونه وکړي
د ښار او کور جوړونې وزارت چارواکي وايي، ټول کورني او بهرني پانګوال کولای شي د هېواد په ساختماني پروژو کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د هېواد یو شمېر پانګوالو د دغه وزارت له مشرتابه سره په لیدنه کې ویلي، چې د دغه وزارت په اړوندو پروژو کې به د پانګونې بهیر پیل کړي.
 
د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند کمال افغان له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د دغه وزارت په ودانیزو پروژو کې پانګونه وکړي.
 
بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د دغه وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې په ساختماني برخه کې زیاته پانګونه کولای شي په هېواد کې د بېکارۍ د کمولو ترڅنګ د کور جوړولو ستونزه هم هواره کړي.
 
د ساختماني موادو د تولید د فابریکو د ټولنې مسوولین وايي، که په ساختماني برخه کې پانګونه پراخه شي، تولیدي ساختماني توکو ته به هم ښه بازار ومومي او د هېواد په اقتصادي خوځښت کې به مثبت بدلون راشي.
 
https://avapress.com/vdcftmd0yw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته