دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 273253
پاکستان: له افغانستان سره په ټولو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو
پاکستان ټینګار کړی، چې دغه هېواد د افغانستان له سرپرست حکومت سره په ټولو برخو کې د اړیکو ټینګولو ته ژمن دی. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، اسلام آباد لا هم ویلي چې له افغانستان سره د هغو اندېښنو په برخه کې چې د تروریستي ګواښونو له امله رامنځ ته کېږي، همکاري کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ (سرطان ۲۲) په خپل اونیزه خبري غونډه کې د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د نه کارولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
 
زهرا بلوچ وويل دا د اسلامي امارت مسووليت دى چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرخلاف ونه کارول شي .
 
هغه څرګنده کړه: "د اسلامي امارت چارواکو په مختلفو وختونو کې دا مسوولیت منلی دی."
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د کوم هیواد پر ضد ونه کارول شي.
 
https://avapress.com/vdchmxnix23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته