دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 273262
په بدخشان کې څلویښت زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د بدخشان امنيتي چارواکي وايي، چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې څلوېښت زره جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیریت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۴۰ زره جریبه ځمکه د کوکنارو ځمکۍ اړول شوې دي.
 
د دوی په وینا، د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه په بدخشان کې ۹۵ سلنه کوکنار له منځه وړل شوي او پاتې نور یې د پاکولو په حال کې دي.
 
چارواکي ټینګار کوي، چې په خاش ولسوالۍ کې د کوکنارو د اړولو لړۍ دوام لري او په ترڅ کې یې ۳۰ جریبه چرس له منځه وړل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په ډېرو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د کوکنارو کروندې له منځه تللي دي.
 
https://avapress.com/vdch-xnii23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته