دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 273380
د هرات والي د دې ولایت د ستونزو د څیړلو په موخه غور ولایت ته تللی دی
د هرات والي نوراحمد اسلامجار غور ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو، دیني عالمانو او د دغه ولایت د جهادي لېسو له زده کوونکو سره وکتل. ویل شوي، چې دغه ولایت ته د نوموړي د سفر موخه د ستونزو او ننګونو څېړل او د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو ته سپارل دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات والي د غور د جهادي لېسې د دیني عالمانو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل: اوس د علماوو په مشرۍ یو بشپړ اسلامي نظام راغلی دی او په هېواد کې حکومت او دا اسلامي نظام د ټولو خلکو ارمان و.
 
نوموړي غور ولايت ته د خپل سفر د موخې په اړه زياته کړه: هغه د اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي وضعيت له امله غور ولايت ته راغلى، ځکه غور هغه ولايت دى چې په تېرو حکومتونو کې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
 
د هرات والي دغه راز څرګنده کړه: هغه اهل استعدادونه او پوهان چې په غور ولايت کې شتون لري بايد استفاده وشي.
 
ويل کيږي چې د دغه سفر په بهير کې د هرات والي د غور له والي سره د غور له بېلابېلو سيمو څخه ليدنه وکړه او د برېښنا د نشتوالي په برخه کې يې د دغه ولايت ستونزې او ننګونې د غور له والي سره له کتنې وروسته شريکې کړې.
 
https://avapress.com/vdcivparut1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته