دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 273415
اسلامي امارت چمتو دی چې د افغانستان د کانونو په برخه کې له خپلو اقتصادي شریکانو سره په ګډه کار وکړي
د اسلامي امارت دبهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې اسلامي امارت چمتو دی چې د افغانستان د کانونو په برخه کې له خپلو اقتصادي شریکانو سره ګډ کار وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارتونو د مسؤلینو او کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ترمنځ په کابل کې د امام ابوحنیفه په دوهم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه غونډه ترسره شوه.
 
په همدې حال کې امیرخان متقي په دې غونډه کې وویل چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ارتباط تر ټولو لنډه او غوره لار ده.
 
هغه وویل چې له ټولو ستونزو او بندیزونو سره سره د افغانانو اقتصادي وضعیت ښه دی.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه: هغه کسان چې د ټول شموله حکومت او د افغانستان د امنیت د تامین په اړه چیغې وهي، زموږ حکومت د دوي د هیوادونو له حکومت څخه غوره، ټول شموله او امنیت يي هم تامین دی.
 
د متقي په وینا، ملي او نړیوال سوداګر کولای شي په پوره ډاډ سره په افغانستان کې پانګونه وکړي. اسلامي امارت دوی ته د هر اړخیز امنیت او همکارۍ ډاډ ورکوي.
 
امیرخان متقی یادونه وکړه چې اسلامي امارت د کانونو په برخه کې له خپلو اقتصادي شریکانو سره همکارۍ ته چمتو دی.
 
د یادولو وړ ده چې د امام ابوحنیفه دوهم ملي او نړیوال نندارتون د روان کال د سرطان میاشتې په ۲۵ نیټه د اوو ورځو لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لخوا د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د اسلامي امارت د کلتوري چارو ریاست په همکارۍ جوړ شوي او د هېواد د کورنیو تولیداتو د نندارې په موخه د سلګونو کورنیو او بهرنیو شرکتونو او سوداګرو پر مخ پرانیستل شوي.
 
https://avapress.com/vdchzxnim23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته