دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 273466
د کابل د ترافیکو په ریاست کې د کمیشن کاري صفر ته راټیټ شوې/ د کابل ټول څلور لارې به په ترافیکي څراغونو سمبال شي
د کابل د ترافيکو د عمومي رياست چارواکي وايي، د نوي حکومت له جوړېدو وروسته په دې رياست کې د "کمیشن کاري" او د پيسو اخيستل صفر ته رسېدلي دي. دوی دا هم وايي چې د دغه ریاست د پلان له مخې به ډېر ژر د کابل ښار ټول څلور لارې په پرمختللو ترافیکي سراغونو سمبال شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د ترافیکو عمومي مدیر مولوي خیال محمد غفور د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته په فساد ککړ کسان، کمېشن کاري او رشوت صفر شوي.
 
ښاغلي غفور زیاته کړه، هره ورځ د هېواد تر ۲۰۰۰ ډېر ښاریان د موټر چلونې د جواز د ترلاسه کولو، د موټرو د اسنادو د نوي کولو، د یوه عراده موټر د ثبت او نورو ترافیکي چارو په موخه د ترافیکو ریاست ته ورځي او چارې یې د قانون په رعایت سره ترسره کېږي.
 
د کابل د ترافیکو د عمومي رئیس د څرګندونو پر بنسټ؛ هغه پخپله د کار جریان څاري او د دې ریاست د کارمندانو په صداقت باور لري چې د سهار له ۶ څخه تر ماښام ۶ پورې کار کوي.
 
هغه وويل، چې د ترافيکو رياست ټولو کارکوونکو ته يې لارښوونه کړې، چې له خلکو سره په ښه چلند وکړي.
 
غفور دغه راز يادونه وکړه، چې د تېر حکومت يو شمېر لوړپوړو چارواکو د ترافيکو په رياست کې خپل ځانګړي کسان ځاى پرځاى کړي وو، چې هره ورځ دغو مسوولينو ته يو نيم ميليون افغانۍ معاش ورکول کیده.
 
د غفور د څرګندونو له مخې؛ په تېر حکومت کې ترافيکي جریمې تر ډېره جعلي وې او له دې لارې عایدات د ولسمشر د لومړي مرستیال په ګډون د پخواني حکومت د چارواکو جیبونو ته تلل.
 
غفور د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د تېر حکومت پر مهال د زورواکو له خوا د بندو شویو هغو موانعو او سړکونو خلاصېدو ته هم اشاره وکړه چې د اسلامي امارت د رئیس الوزرا په حکم د ترافیکو ریاست د دغو لارو خلاصه کړه ترڅو په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې اوس مهال په کابل کې هېڅ سړک د ترافيکو پر مخ نه دى تړل شوى او له ښار څخه ټول خنډونه لرې شوي دي.
 
د کابل د ترافيکو عمومي رييس د خپلو خبرو په دوام کې د دغه رياست راتلونکو پلانونو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې د ترافيکو مديريت د پلان له مخې به د پلازمېنې ټول سړکونه پاخه او ترافيکي څراغونه به نصب شي.
 
د کابل د ترافيکو عمومي رييس وايي، هغه ترافيکي څراغونه چې په تېر حکومت کې د بې غورۍ له امله ويجاړ شوي وو، ترميمېږي.
 
په ورته وخت کې د کابل ښار د ترافيکو مدير بهاالدين دراني هم د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې د کابل د ترافيکو د عمومي رياست د پلان له مخې د سړکونو د تنظيمولو چارې په حقيقت کې پيل شوې دي.
 
دراني په ډاګه کړه، چې د کابل د ترافيکو عمومي رياست د سړکونو د لين کولو لپاره يو شمېر نوي ماشينونه پېرودلي او د لومړۍ درجې او دوامدار رنګ څخه هم کار اخلي.
 
هغه زياته کړه، په څلورلارو کې د ترافيکي څراغونو د نصبولو کار هم په قرارداد کې شوى او د کابل د ترافيکو مديريت په ١٤٠٢ بوديجه کې د زړو ترافيکي څراغونو ترميم شامل کړى دى.
 
https://avapress.com/vdcd9s0x9yt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته