دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 273707
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله سلګونه کسان ورک، مړه او ژوبل شوي دي
د اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت چارواکو په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د سرطان له ۲۹ څخه د اسد تر لومړۍ نیټې پورې د بارانونو او سیلابونو له امله د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ۳۱ تنه مړه، ۴۶ تنه نادرکه او ۷۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي پرون (یکشنبه، اسد ۱) په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د لومړنیو راپورونو له مخې، د سېلابونو له امله ۲۶ تنه وژل شوي، ۴۴ تنه ټپیان شوي، ۴۰۰ د استوګنې کورونه او د ۳۶ تنه ورک شوي دي.
 
هغه زیاته کړه؛ په کابل کې د سېلابونو له امله ۴ تنه مړه شوي، ۳۰ تنه ټپیان شوي، د استوګنې ۱۲۰ کورونه ویجاړ شوي، ۲۵۰ څاروي له منځه تللي او ۵ تنه لادرکه دي.
 
په خوست ولايت کې هم بارانونو او سيلابونو يو تن وژلى او په پکتيا، کونړ، نورستان او ننګرهار ولايتونو کې د استوګنې لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت له ارګانونو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې ژر تر ژره د سیلاب ځپلو سیمو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.
 
https://avapress.com/vdcbgfb5zrhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته