دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 274055
هرات ته د ۱۳ روسي سیلانیانو سفر
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې پرون (يکشنبه، اسد ٨) ديارلس روسي سيلانيانو چې هرات ته د تاريخي ځايونو او په زړه پورې ځايونو د ليدنې په موخه تللي وو، د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست سره وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د کلتور او هنر آمر مولوي حمیدالله غیاثي وايي، اسلامي امارت هڅه کوي د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سره د ګرځندوی صنعت وده وکړي.
 
مولوي غياثي په دې غونډه کې وويل: هر سيلاني چې هرات ته راځي زموږ مېلمه دى او موږ يې کوربه توب کوو.
 
د هغه په ​​وينا، د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ټولو ولايتونو کې د ګرځندوى زمينه برابره شوې ده.
 
بلخوا د هرات د سیلانیانو کمیسار مولوي رحمت الله محمدي وايي، د سفر لارښودونه د هرات د اطلاعاتو او کلتور له ادرسه چاپ شوي او د ګرځندویانو لپاره چمتو شوي، څو سیلانیان له لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړي.
 
خو یو شمېر روسي سیاستوال وايي، چې له اوسني امنیت سره سره به د افغانستان څو ولایتونو ته سفرونه وکړي.
 
څه موده وړاندې هرات ولایت ته لسګونه بهرنیو سیلانیانو سفرونه وکړل او له تاریخي ځایونو یې لیدنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdciw5arwt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته