دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 274245
د انټرکانټینینټل کپ کې د ګډون لپاره؛ د فوټسال ملي لوبډله تایلنډ ته روانه شوه
د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د انټرکانټیننټال په سیالیو کې د ګډون لپاره بنکاک ته روانه شوه، چې د اګست له ۱۶مې تر ۲۲مې په تایلنډ کې ترسره کېږي.
افغان غږ خبری آژانس: د انټرکانټینینټل فوټسال کپ سیالۍ د «کانټیننټال» تر نامه لاندې په دوو ګروپونو کې د تایلینډ، افغانستان، چک جمهوریت، میانمار، سلیمان ټاپو او موزمبیق په ګډون په ب ګروپ کې ترسره کیږي. د موزمبیق او چک جمهوریت د ټیمونو سره په ګروپ کې.
 
د انټرکانټینینټل فوټسال سیالۍ به د اګست له 16 څخه تر 22 پورې د تایلینډ په کوربه توب ترسره شي.
 
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال د کفا فوټسال ټورنمنټ چې د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د تاجکستان په کوربه توب جوړ شوی و، د تاجکستان، ایران، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان او افغانستان ۶ لوبډلو په کې ګډون کړی و.
https://avapress.com/vdcjxxe8iuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته