دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 274435
د هېواد په ختيځ زون کې له درې زره بې ځايه شويو مېرمنو سره نغدي مرستې ووېشل شوې
د افغان سرې مياشتې ټولنه وايي، د هېواد په ختيځو ولايتونو کې يې پر درې زره بې سرپرسته مېرمنو د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه سازمان له لوري په ننګرهار ولایت کې پر ۱۰۰۰ بې سرپرسته ښځو، په کنړ ولایت کې ۷۰۰ بې سرپرسته ښځو، په لغمان ولایت کې ۷۰۰ بې سرپرسته ښځو او په نورستان کې ۶۰۰ بې سرپرسته ښځو ته نغدي مرستې وویشل شوې.
 
دغه بنسټ پرون دوشنبه د اسد ۱۶ مه په ختیځو ولایتونو کې پر ۳۰۰۰ بې سرپرسته مېرمنو د ۲۵۵۰۰ زره افغانیو د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
 
د دغو بې سرپرسته مېرمنو سروې څو ورځې وړاندې پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې به يې په هره ولسوالۍ کې ۵۰ بې سرپرسته مېرمنو ته نغدي مرستې ورکړل شي.
 
دغه راز د کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو په مرکزونو کې به له یو شمېر تاسیس شویو یتیمو کونډو سره دغه مرسته وشي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ختيځو ولايتونو کې پر ٣زره بې سرپرسته مېرمنو د نغدي مرستو د وېش لړۍ په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې پر ٢٤زره بې سرپرسته مېرمنو د ٢٠٤ ميليونه افغانيو نغدي مرستو د وېش لړۍ يوه مياشت وړاندې پيل شوې وه.
 
https://avapress.com/vdcaeynum49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته