د هغه په وينا، دغه سب سټېشن د دغه ولايت د والي محمد يوسف وفا او سيمه ييزو چارواکو په شتون کې پرانيستل شو.
زيد زياته کړه، چې دغه سب سټېشن د کورنيو انجنيرانو له خوا جوړ شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د چمتال اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د برېښنا له نشتوالي شکايت کوي.