دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 274669
په خوست ولایت کې د چرسو ۳۰ جریبه کرونده له منځه یوړل شوه
د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د موسی خېلو ولسوالۍ په ګوبر سیمه کې ۳۰ جریبه د چرسو کښت له منځه وړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند مصطفی ګربز وايي، د خوست امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په ۳۰ جریبه ځمکه کې کرل شوي چرس له منځه وړي دي.
 
د موسى خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان اسلام نور د چرس د کروندو د له منځه وړلو پر مهال وويل، چې دغه عمليات د اميرالمومنين په امر او د خوست امنيه قوماندان حافظ عبدالرشيد عمري په امر ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې ٣٠ جريبه د چرس کښت له منځه وړل شوى دى. "
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې بي بي سي په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې د سټلایټ عکسونه ښيي چې اسلامي امارت تر ډېره په افغانستان کې د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو بریالی شوی دی.
 
د یادولو وړ ده چې د نشه يي توکو د د ویجاړولو لړۍ وروسته له هغه پیل شوه چې د اسلامي امارت مشر ملاهبت الله اخندزاده د نوموړي په کښت، تولید او قاچاق د بندیز امر صادر کړ.
 
https://avapress.com/vdcjmxe8huqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته